قافله

د کارونې شرطونه

د قافلې د کارولو او لایسنس د پېرلو لپاره څو ساده قاعدې.

په لنډه توګه

۷ ورځې وړیا یې وازمویئ

د پېرلو مخکې د قافلې ټولې برخې وازمویئ.

یوه کیلي د یوه کمپیوټر لپاره

لایسنس ستاسو د کمپیوټر کوډ پورې تړلی دی او په بل کمپیوټر کې کار نه کوي.

بیک اپ ستاسو کار دی

هره ورځ بیک اپ واخلئ. قافله یې درته یادونه کوي.

وروستی بدلون: 2 لړم 1405
د دې شرطونو منل

د قافلې په نصبولو یا کارولو سره دا شرطونه منئ. که یې نه منئ، پروګرام مه کاروئ.

وړیا ازموینه

تر ۷ ورځو ټولې برخې وړیا دي. وروسته د کار د دوام لپاره لایسنس پکار دی. ستاسو حسابونه نه پاکېږي.

لایسنس

دایمي لایسنس یو ځل پیسې دي او کلنی لایسنس د خپلې پای نېټې پورې کار کوي. کیلي د یوه کمپیوټر کوډ پورې تړلې ده او په بل کمپیوټر کې کار نه کوي. که مو کمپیوټر بدل کړ، راته ووایاست چې مرسته وکړو.

پیسې ورکول

پیسې د هغو لارو ورکول کېږي چې د بیو په پاڼه کې لیکل شوې دي. د پیسو له رسېدو وروسته، کیلي په واټساپ کې درلېږو.

که کیلي کار ونه کړي

که کیلي ستاسو په کمپیوټر کې کار ونه کړي او موږ یې سمه نه کړای شو، له موږ سره اړیکه ونیسئ چې یوه لاره پیدا کړو.

حسابونه او بیک اپ

د دوکان حساب ستاسو دی او بیک اپ اخیستل ستاسو خپل کار دی. که معلومات د کمپیوټر د خرابېدو، ویروس یا بیک اپ نه اخیستلو له امله ورک شي، موږ یې ځواب نه شو ورکولی.

مرسته او نوې نسخې

مرسته په واټساپ کې ده. د قافلې نوې نسخې له همدې وېبپاڼې ډاونلوډ کړئ.

هغه کارونه چې اجازه نه لري

پروګرام نورو ته کاپي کول یا پلورل، د لایسنس قلف ماتول، او خپله کیلي بل چا ته ورکول اجازه نه لري.

د دې شرطونو بدلول

که څه بدل شي، په همدې پاڼه کې د «وروستی بدلون» نېټه بدلوو.

له موږ سره اړیکه

پوښتنه لرئ؟ واټساپ +93708507363، ټیلیفون +93776051593، برېښنالیک bayes.ahmadi0@gmail.com