زده کړه
لنډې ویډیوګانې او د عامو پوښتنو ځوابونه.
د زده کړې ویډیوګانې
ګام په ګام، په ساده ژبه
د زده کړې ویډیوګانې ژر دلته راځي. تر هغه، هره پوښتنه په واټساپ کې وکړئ.
په واټساپ کې پوښتنهعامې پوښتنې
د هغو پوښتنو ځوابونه چې ډېرې کېږي
ایا قافله بې له انټرنیټه کار کوي؟
هو. ټول کار ستاسو په خپل کمپیوټر کېږي. انټرنیټ یوازې د Google Drive بیکاپ لپاره اړین دی.
۷ ورځې وړیا آزمېښت څنګه دی؟
قافله ډاونلوډ او نصب کړئ. ۷ ورځې ټولې برخې خلاصې دي. وروسته حسابونه او راپورونه خلاص پاتې کېږي خو نوی پلور تر فعالولو نه ثبتېږي.
پیسې څنګه ورکړم؟
لاس په لاس، حواله، M-Paisa، HesabPay یا بانک. وروسته د لایسنس کیلي په واټساپ کې در لېږو.
که کمپیوټر خراب شي، حسابونه مې له منځه ځي؟
نه، که بیکاپ روښانه وي. قافله پخپله په فلش یا Google Drive کې بیکاپ اخلي.
په څو کمپیوټرونو کار کوي؟
هر لایسنس د یو کمپیوټر لپاره دی. د ډېرو صندوقونو لپاره د شبکې ځای زیاتېږي.
په پښتو هم شته؟
هو، قافله په دري، پښتو، انګلیسي او عربي ده او لمریز هجري نېټه لري.
نن پیل وکړئ
قافله ډاونلوډ کړئ او ۷ ورځې یې وړیا وازمویئ. هره پوښتنه چې لرئ، په واټساپ کې یې وپوښتئ.